Velkommen Til Den Afghanske Kulturforenings hjemmeside i Danmark

Last updated: 21, June 2014 12:11 Posted by admin

Archived ::


Tilbag

2014-06-21 12:11:48

د کتاب مینوالو ته زیری
په دی وروستیو وختونو کی د ښاغلی ډاکتر حبیب الله ځدران د کلونو کلونو زیار او زحمت په نتیجه کی لاندنی دوه په زړه پوری علمی معلوماتی کتابونه د چاپ څخه راو تلی او د علاقه لرونوکو د مطالعی لپاره چمتو دی .


ښاغلی ځدران چی د نوموړی کتابونو د لیکلو په هکله بشپړ صلاحیت او د ( پی اچ ډی ) تر سطحی پوری د لوړو زده کړو څښتن دی ، د رنګونو نړی او د احساساتو ژبه ، نوم کتابونه چی په تیره بیا د صحت او روغتیا په برخه کی ستاسو سره زیا ته مرسته کولای سی ، چاپ کړی دی .



زه په داسی حال کی چی د علم او فرهنګ په لاره کی د ځدران صاحب دغه چوپړ او هلی ځلی د ستایلو وړ کڼم تاسو ته یی دلوستلو سپارښتنه کوم .
زمری محقق



تاسو کولای سی چی نوموړی کتابونه په مناسبه بیه د محترم ببرکزی ځدران څخه تر لاسه 57675816 کړی د تیلفون لمبر :

 


2014-06-21 12:11:59
د تبریکی پیغام
لکه چی خبر یاست په دی وروستیو وختونو کی د افغانانو لپاره یوی بلی نوی راډیویی خپرونی د تکړه او تجربه لرونکی ژورنالیست یوسف هیواد دوست په هڅه او تلاښ ، پیل کړی دی .

په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګی ټولنی ، د مشر تابه جرګه ګی په وروستی غونډی کی پر دی موضوع د بحث په ترځ کی، نه یوازی دا چی د هیوادوست صاحب ددی نیک اقدام ستاینه وکړه بلکی د موضوع په اړوند یی د هر ډول همکاری لپاره چمتووالی څرګند کی .

موږ هیله من یو چی د دی راډیو خپرونی د افغانانو د یووالی ، تنویرولو او د ډنمارکی ټولنی سره د لا زیاتو اشناکولو ، په برخه کی د هیوادوالو سره زیاته مرسته وکړی .


د ښاغلی هیواد دوست پر قلم او کار دی برکت وی
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګی ټولنی د مشرتابه هیآت په استازیتوب
زمری محقق


 


2014-06-21 12:12:18
لغمان میشتواوور څیرمه و طندارانو ته د خدایی خدمت په هکله معلومات
ګرانو دوستانو د تیرو دوو کلو په جریان کی په دنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی او په الینګار کی د نعیمی د تعلیمی او صحیی بنیاد په ګډو هلو ځلو او ددنمارک د مهاجرینو د اداری په همکاری موږ وکولای شول چی د ښکلی لغمان د الینګار په سیمه کی د نړیوال ستاندرد او نورم سره سم یو فرهنګی مرکز او کتابتون د سیمی د شریفو اوسیدونکو د مشکیلاتو دحل په خاطر اباد او ګتی ته وسپارو.

دا فرهنګی مرکز چی د نعیمی د په وطن مینی کورنی په شخصی ملکیت باندی په ۵۰۰ متره مربع ساحه کی د یوی اساسی دوه پوړیزی ودانی په شکل جوړ شوی دی لاندی سهولتونه لری.

لومړی یا دمځکی پوړ:
په دی منزل کی چی ټول مساحت یی ۲۰۰ متره مربع دی, یو د هلکوانو د درسی لوست اوطاق چی ۳۰ متره مربع مساحت لری او یو د انجونو د درسی لوست خونه چی ۳۰ متره مربع مساحت لری جوړ سوی دی.البته دواړه درسی اوطاقونه د عصری تشنابونو هر یو علیده علیده سهولتونه لری. په همدی منزل کی د کتابو نو دساتلو مجهزی الماری چی تر اوسه څه دپاسه ۱۱۰۰۰ جلده تعلیمی او علمی کتابونه پکښی ساتل کیږی څای سوی دی.

دوهم منزل:
په دی منزل کی د فرهنګی مرکز د ضروری سامانو د ساتلو د اطاق ترڅنګ ۱۷۰ متره مربع سالون جوړ شوی دی چی , دسیمی د خلګو فرهنګی، عنعنوی او خیر ښیګڼی غونډی او د څوانانو لپاره د سالمو مصروفیتونو او زده کړی کورسونه پکښی جوړیږی.
دا فرهنګی مرکز په مستقل ډول د خپل ځان پنځه کیلوواټه بریښنا چی د لمر د بریښنایی سستم څخه تولیدیږی او دچیښلولپاره د پاکو اوبو د سیستم درلودونکی دی.د محترمو لوستونکو او دسیمی د اوسیدونکو لپاره ددوی د ورځنیو مشکیلاتو د لیری کولو په منظور لادی اسانتیاوی هم شته.

- ازاد انتر نټ تر اوسه پوری مفت (مجانی) او په راتلونکی کښی په هغه بیه کوم چی فرهنګی مرکز ته تمامیږی
- ۱۱۰۰۰ جلده کتابونه چی د ډیریدو سلسله او هڅی یی روانی دی لوستل او قرضول یی د ټولو لپاره وړیا
- ۱۰ عدده د همدی کال تولید د لوړ کیفیت کمپیټرونه
- دری عدده د فوتو کافی،چاپ او سکیان ماشینونه چی استعمال یی د اومو موادو ( کاغذ او رنګ ) په قیمت دی
- یو عدد ډیګټال دلوړ کیفیت د عکس اخستلو او ویډویی فلم جوړولوکامره
- یو عدد دلوړ کیفیت پروجکټر د علمی او تفریحی فلمونو دښودلو اوعلمی سمینارونو لپاره
- ۴۰ عدده د ناستی چوکی او ۱۰عدده د کمپیټر میزونه
- د سیمی دخلګو د دود سره سم د ناستی فرشونه او نور ضروری وسایل

د فرهنګنی مرکز د ورځنی کاری فعالیت په خاطر یو د کمپیوتر او کتابتون ماهرښوونکی د هفتی شپږ ورځی دکتابتون د محال ویش سره سم د پوره، مستقل کاری معاش په مقابل کی مقرر شوی دی.

فرهنګی مرکزاوکتابتون د لاندی تقسیم اوقات لمخی د ټولو پر مخ خلاص دی:
- کتابتون: کتابتون دهفتی شپږ ورځی دشنبی څخه تر پنجشنبی پوری د سهار داتو بجو څخه د ورځی تر څلورو بجو پوری
د فرهنګی مرکز سالون د سمی اوسیدونکی دخپلو ضروری ناستو او محفلونو په خاطر دفرهنګی مرکز دمسؤل سره تر پلان جوړولو وروسته کارولای شی.

دلوړو زده کړو ( دکانکور امتحان) له پاره د منطیقی د ښوونځیو د ۱۲ مو ټولګیو د فارفانو تیاری د دی فرهنګی مرکز او کتابتون د لومړیتوبونو څخه ده، په دی خاطردی چی لاندی کورسونه د زده کونکو لپاره وړیا او مجانی د ماهرو ښوونکو لخوا دمعاش په مقابل کی مخته وړل کیږی.

د ریاضی کورس دهفتی دری ورځی: شنبی،یکشنبی او دو شنبی د ورځی د دوو بجو څخه د ورځی تر درینیمو بجو پوری مخته وړل کیږی.
د کمپیوټر کورس دهفتی دری ورځی ، سی شنبه ،چهارشنبه او پنجشنبه د ورځی د دوو بجو څخه د ورځی تر دری بجو پوری مخته وړل کیږی.

د پورته او نورو کورسونو لپاره د سیمی د علم پروره اوسیدونکو غوښتنی د اوس لپاره د فرهنګی مرکز تر امکاناتو زیاتی دی ولی د فرهنګی مرکز دونران( تمویلوونکی) کوښښ کوی چی په راتلونکی کښی ددوی ټولو غوښتنو ته مثبت جواب ووایی. دیادونی وړ بولم چی سمدستی په زکر شوو کورسونو کی تر ۷۰ زیات شاګردن وړیا زده کړی کوی.

ددی مرکز دورځنیو مصارفو د پوره کولواو ښوونکو او همکارانو د معاش لپاره د خدایی خدمتګار د اصولو پر بنیاد د افغانستان د مختلفو ولایتونو اوسیدونکی پخپله خوښه مالی مرسته کوی چی پوره لیست به یی ددوستانو د معلومات په خاطر ډیر ژر پر لیکه سی.

ددی مرکر د سپورتی او نورو فعالیتو نوپه هکله معلومات ددی مرکز د بریښنا یی پاڼی ځخه تر لاسه کولای شی.
په دنمارک کی د افغانستان د فر هنګ ټولنه او د نعیمی تعلیمی او صحی بنیاد ددی فرهنګی مرکز سره ستاسو و مالی او معنوی مرستو ته ښه راغلاست وایی.

 


2014-06-21 12:12:37
سږ کال د نوی کال ورځ په ډنمارک کی
په پام کی ده چی سږ کال د نوی کال ورځ په ډنمارک کی د افغانستان دفرهنګی ټولنی د غړیو او نورو افغانانو سره په ګډه د ډوډی خوړلو پر یو دسترخان ولمانځل سی .
خواړه ټولنه تهیه کوی خود لګښت یوه برخه یی د ټولنی د بودجی څخه او بله برخه یی د پنځلس کلونو څخه لوړ، ګډون کوونکی تادیه کوی .
دا مهمه ده چی ګډون کوونکی د خپلو کورنیو غړیو او یاهم هغو میلمنو چی د ځان سره یی راولی د شمیر په هکله ، د مارچ د میاشتی تر لومړی نیټی پوری لاندنی تیلفون ته خبر ورکړی څو چی ډودی د نفرو د شمیر سره سم حواله شی .
نوت : د پنځو کلونو څخه کښته کوچنیان وړیا او د ۵ ـ ۵۱ کلونو پوری نیمی ونډه ورکوی .
د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د لاندی تیلفون سره اړیکی ونیسی :
( ۵۱۹۴۴۵۱۳) – 51944531
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د مشر تابه جرګه ګی

 


2014-06-21 12:12:52
د ډنمارک هیواد پلازمینې کوپنها ګن ښار د۲۰۱۳ کال د ډسامبر میاشتې د ۱۵ نیټې، د اعتراضیه غونډې رپوټ.
هلته په بر سر کې دافغانستان جنډه راځړېږي، یو ټولی ګلالي ماشومان، نجونې او هلکان لګیادي په خپلو معصومو او مینه ناکو غږونو ملي سرود زمزمه کوي.

درې څلور شلې ښځې او نارینه لاس په نامه ورته ولاړ دي، ور پسې د ډاکتر نواب شګېوال په نامه سور، سپین، هډور پښتون د دریز سر ته راشي او له ملي سرود ویوونکو څخه مننه وکړي، او په سالون کې ناستو کسانو ته ستړې مشې ووايي اوبیا خپلې خبرې داسې پسې اوږدې کړي : " لکه چې پوهیږو له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د تاریخ دښمنان د افغانانو په اسلامي او ملي تاریخ کې داسلامیت او افغانیت دپل نښې ورانول غواړي، زموږ د هویت دښمنانو په تیر تاریخ کې په بیلابیلو ډولونو خپلو افغاني ضد هلوځلو ته په بیلابیلو پلمو جامې ور اغوستي، خو په تیرو څو اونیو کې يې دافغانیت او اسلامیت سره دښمني تر دې بریده ورسیده چې نور يې دپټولو دپاره د کومې پلمې پرده هم ورته پیدا نه کړای شوه او په زغرده يې، دافغان سره د دښمنۍ تر څنګ په اسلامي پیژند هم وبلوسل . خو، له نیکه مرغه چې ددغه دښمن پر ضد یوشمیر اسلامپال او افغانپال بنسټونه او شخصیتونه لکه سپر ودرېدل، له یا دې ډلې یو ژوندون ټلویزیون او بل د نوموړي ټلویزیون بنسټوال ښاغلی پوهنوال محمد اسماعیل یون دي چې د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو په ننګه یو د دفاع په مورچل او بل د زړور سپاهي په بڼه را څرګند شول.چې په پای کې دافغانستان داسلامي جمهوریت سترې محکمې د ژوندون تلويزیږن دتعلیق اړوند داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او لویې څارنوالۍ پرېکړه لغوه اعلان کړه خو زموږ اساسي غوښتنه یانې داسلامیت او افغانیت تضمینیدل لاهماغسې په خپل ځای ناحله پاتې ده چې په همدغه موخه مو تاسوډنمارک میشتو ټولو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو او خپلواکو شخصیتونو ته بلنه درکړې چې پدې غونډه کې له موږ سره خپل نظریات شریک او په پای کې دټولو په خوښه د یوه پرېکړه لیک په صادرولو خپل رسا غږ په افغانستان کې تر اړوندو مقامونو او چارواکو ورسوو او دادی دغونډې په پيل کې له ښاغلي شاعر محمد صدیق ننګ څخه هیله کوو چې راشي او په ډنمارک کې دافغانستان دفرهنګ ټولنې په استازولۍ دغونډې پرانیستونکې وینا واوروي." ښاغلي ننګ په افغانستان کې د روان ناورین او په تیره بیا دهویت په تذکرو کې داسلامیت او افغانیت کلمو په حذفولو اوږدې خبرې وکړې، دافغان او افغانستان دکلمو په تاریخي قدامت وغږېد، دژوندون تلویزیون سره دچارواکو دمور اومیرې په چلند یې رڼا واچوله ،او له راغلو میلمنو یې مننه وکړه. دغونډې دوهم ویناکوونکی ښاغلی محمد بشیر بشر یار دملي یو والي گوند داروپايي شورامشر و، ښاغلی بشر یار چې د صحي مشکلا تو لرلو سره سره د ډنماک ـ جرمن له ګډې پولې سلګونه کیلومتره لرې څخه دغې غونډې ته راغلي و په خپلو اوږدو او ګټورو خبرو کې دهیوادني سیاست بیلا بیلو ټکوته نغوته وکړه، ده په ډنمارک کې پر اوسیدونکو افغانانو غږ وکړ چې لا زیات په خپلو وطني مسایلو کې ور ګډ او په اتحاد اواتفاق سره کار وکړي، ده په ځوانانو او په تیره بیا فرهنګیانو دپرله پسې او منسجم کار غږ وکړ، ښاغلي بشر یار دخپل ګوند په استازولۍ له خپل ټول ولس او په تیره بیا د ژوندون تلویزیون سره دهر ډول مالي او معنوي مرستو ټټر وواهه . ښاغلی حبیب الله غمخور په مالمو کې د دوستۍ ټولنې استازی د غونډې بل ویناوال و چې په خپلو خبرو کې یې دخپلو نورو ټولو حقوقو تر څنگ داسلامي او افغاني هویت او پیژند په لرلو داکثریت قوم په توګه تاکید وکړ ، ښاغلي غمخور دخپلو خبرو په دوام کې وویل " موږ د ټولو هیوادنیو او نړیوالو قوانینو په سیوري کې دافغانستان ټولو میشتو قومونو حقوق منو، موږ هیڅکله دانه وایو چې یو پښتون خدای مه کړه پر بل کوم ورور، له بل کوم قومه څخه څه امتیاز او بر تري لري، خو داهم هیڅکله نشو منلی چې لس دې پر شلو حکومت کوي، یا شل دې پر پنځوسو حکومت کوي" . بیا اجمل هیواد دوست په خپلو تنکیو احساساتو ځوانان دملي هویت دفاع ته راوبلل . ورپسې ښاغلي معلم صیب ګلاجان پردېسي دافغانانو داتحاد ، اتفاق او ګډ کار په هکله خبرې وکړې . انجینیر صیب غلام نبي هم په خپل وار سره داسلامیت او افغانیت په شان حساسو مسایلو سره دچارواکو بې مسولیته چلند وغانده او په هیواد کې روان هغه سیاسي حرکت سره يې خپل ملاتړ اعلان کړ چې دپردیپالو په مقابل کې په زغرده مبارزه کوي . ښاغلي شاولي ارین بیا په خپل وار سره په خپلوسیاسي ملګرو، فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو او خپلواکو شخصیتونو غږ وکړ څو خپلې ټولې تربګنۍ او دښمنۍ شاته کړي او یو ځل بیا له سره په نوي انداز او نوي فکر دوطن مسایلو ته را ودانګي. ښاغلي ودېر ساپي بیا جګړه ددغو ټولو تیمګړتیاوو مور وبلله او په پښتنو یې غږ وکړ څو ژر تر ژره ، ورور وژنه او افغان وژنه بنده او دخپلو حقه حقوقو دفاع ته چمتو شي . ښاغلي شاعر اولیکوال ممتاز ارمان وروسته لدې چې له کوربه ټولنې يې پداسې ترینګلو، تنګو او سختو شرایطو کې دداسې یوې پرتمینې غونډې تابیا کړې مننه وکړه، له اسلامیت او افغانیت سره یې دځينو کړیو د دښمنۍ په اړه په تیر تاریخ کې خبرې وکړې او دروانې مبارزې دپاره یې داحساساتو ور اېخوا دشعوري اوپرله پسې جدوجهد غوښتنه وکړه، ښاغلي ارمان اسلامیت او افغانیت دافغان وجود دوه اندامه وګڼل او بې لدې دواړو یې دغه وجود نیمګړی او ناتمام وباله. دغه راز په غونډه کې ښاغلي رحمت الله کریمي، نجیب الله، ډاکتر محمد اصف شګیوال، یوسف هیواد دوست، داکتر نواب شګیوال، انجینیر میرزاعلي،رحمت ګل حسن زي، انجینیر شوکت الله نعیمي، رومل هوتک اویو شمیر نورو خبرې وکړې او دغونډې له پرېکړه لیک سره یې خپل پیوستون وښود. له مالمو څخه راغلي ګډونوال ښاغلي انجنیراحد، په مالمو کې دافغانانو دعلمي او فرهنګي مرکز په استازولۍ خبرې وکړې او دخپلو خبرو په یوه برخه کې يې پر پښتنو د نوې او مدرنې تیکنالوجۍ پر استعمال تاکید وکړ . ښاغلي ډاکتر محمد انور نایبي د تفاهم خوځښت په استازولۍ ګډونوالوسره ژمنه وکړه چې یو وار بیا به دپخوا په څیر دبیلابیلو سیاسي ګوندونو اوکړیو د رایو ځایوالي په موخه د یوې غونډې تابیا وکړي ده همدا راز د nahimi.dk په استازولۍ دښاغلي انجینیر محمد ابراهیم نعیمي دملاتړ پیغام هم دغونډې برخه والو ته ولوست. د ډنمارک هیواد پلازمینې کوپنها ګن ښار کې د۲۰۱۳ کال د ډسامبر میاشتې په ۱۵ نیټه، د ا عتراضیه غونډه دلاندې پرېکړه لیک په صا درولو پای ته ورسیده .

پرېکړه لیک د ډنمارک هیواد پلازمینې کوپنها ګن ښار د۲۰۱۳ کال د ډسامبر میاشتې د ۱۵ نیټې، د اعتراضیه غونډې پرېکړه لیک

دغونډې ګډونوال چې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي بنسټونو استازي او یوشمیر خپلواک شخصیتونه وو، درایو په اتفاق لاندې پرېکړې وکړې : ۱ــ ګران افغانستان دخپل پیدايښت له پيله بیا تر ننه د بیلابیلو اوسیدونکو قومونو ګډ کور دی او موږ پدغه ګډ کور کې د ملي یووالي غوښتونکي یو. ۲ ــ افغان ـ افغانیت او اسلام ـ اسلامیت ددغه هیواد او ولس هغه ارزښتونه دي چې بې ددې دواړو نه داهیواد او نه دا ولس څه ارزښت لرلی شي، موږ يې په پایښت، پاللو او ساتلو ټینګار کوو. ۳ ــ په هیواد کې دپردیپالو ګوندونو، سازمانونو، ادارو، اشخاصو او رسنیو دڅار، مخنیوي، قانوني او قضايي محاکمې غوښتونکي یو. ۴ ــ په افغانستان کې له پښتنو وراېخوا نورو ټولو قومونو څخه تمه ده چې دخپل ملي هویت په ملاتړ راپاڅي، او نور دخپلو پلورل شویو په اصطلاح رهبرانو په دروغجنو خبرو ونه غولیږي، او دخپل ګډ کور په دفاع کې برخه واخلي. ۵ ــ په هیواد کې د اساسي قانون دڅار کمیسیون په چارواکو غږ کوو، چې داساسي قانون د ټولو هغو موادو په پلي کولو کې چې د ملي هویت ( اسلامیت او افغانیت)د دفاع په موخه پدغه قانون کې راغلي، خپل هیوادنی رسالت تر سره کړي. ۶ ــ دافغانستان داساسي قانون پر بنسټ دبیان ازادي له هر ډول تیري خوندي ده، نو داړوندو ادارو او چارواکو څخه مو غوښتنه داده چې په راتلونکې کې دداسې بیړنیو او بې بنسټه پرېکړو په کلکه مخنیوی وکړي ، لکه دژوندون تلویزیون پا باب چې شوې وه. ۷ ــ دټولو هیواد والو څخه مو په کلکه غوښتنه ده چې دباطل په ضد خپلو دحق مبارزو ته همداشان دصبر، زغم، متانت او دنورو حقوقو ته په درناوي سره دوام ورکړي. موږ دغونډې ټول برخه وال لدغه پرېکړه لیک څخه ملاتړ کوو، او په هیواد کې له روان ملي حرکت او بل هر ورته حرکت سره چې دملي وحدت په بنیاد وي خپل پیوستون اعلانوو.

۲۰۱۳ د ډسامبر دمیاشتې ۱۵ مه، کوپنهاګن ـ ډنمارک. نوټ : دغه پريکړه لیک به په افغانستان کې اړوندو چارواکو ته ليږل کیږي .

 


2014-06-21 12:11:16
د کوچنی نیکمرغه اختر جشن
په دی وسیله د ټولنی ټولو غړیو ته خبر ورکول کیږی چی سږکال د کوچنی نیکمرغه اختر جشن د کوچنیانو د عنعنوی میلی سره یو ځای په باکن کی لمانځل کیږی، تاسو کولای سی چی د خپلو کورنیو د غړیو په اندازه خواړه د ځان سره راوړی چی د پخوا په شان یی پر ګد دسترخوان باندی سره شریکه کړو .

باید وویل شی چی تر ۱۸ کلونو کښته عمر ماشومانو ته تکیټ په نیمه بیه د ټولنی له خوا اخستل کیږی ( د ټکیټ نیم قیمت ټولنه تادیه کوی ) .

وخت : شنبه د اګست د میاشتی لسمه نیټه یوولس بجی (د باکن مخته سره را ټولیږو)

Dyrehavevej 62 پته / ادرس :

2930 Klampenborg

Tlf: 27399935

 


2014-06-21 12:13:08
په ډنمارک کی دافغانستان دفرهنګ ټولنی عمومی غونډه جوړه شوه
په ډنمارک کی دافغانستان دفرهنګ ټولنی عمومی غونډه دروان کال د فبروری د میاشتی په ۹مه نیټه جوړه شوه۰

دغونډی په پیل کی د ټولنی د جوړیدو دلومړۍ ورځی(موسسی کنګری) مستند فلم ننداری ته وړاندی شوچی پکی د ټولنی د جوړیدو په اړتیآاوپه بهر کی د اوسیدونکو افغانانودستونزو دحل د یوی مرجع درامنځ ته کیدو په ضرورت خبری او بحثونه شویدی۰

په فلم کی داسی څیری هم لیدل کیږی چی اوس زمونږ په منځ کی نشته (ارواه دی ښاده وی)اوځینو بیا د ټولنی تنکی نیالګی په خپلو نه ستړی کیدونکو هلو ځلو اودبدن د خولو په تویولو سره خړوب،پاللی اوثمر ته رسولی دی چی پایله او ثمره یی اوس په خپلو سترګو ګورو۰

ورپسی د ټولنی په تیرو فعالیتونو یو ځغلند نظر واچول شو اولنډ رپوټ هم وړاندی شو۰ درپوټ په یوه برخه کی راغلی دی:

ټولنه تل زیار باسی چی دلته داوسیدونکو افغانانو په تیری بیا د تنکیو ځلمیانو دپاره په زړه پوری فعالیتونه سرته ورسوی،دساری په توګه دټولنی په ښوونځی کی دمورنیو ژبو زده کړه،دینی ښوونه، سپورتی فعالیتونه، دملی اتڼ دزده کړی پروګرام، په کال کی یو ځل دوبنی میله، دکمون د ورځی لمانځل، دډنمارکی اونورو ټولنو سره ګډ فعالیتونه، دلغمان په ولا یت کی د یو کتابتون جوړول، دهنری او علمی کتابونو چاپول، دملی، تاریخی اومذهبی ورځو لمانځنه او داسی نور۰

لکه څرنګه چی په رپوټ کی راغلی، ټولنی په تیر کال کی یوه بله ستره لاسته راوړنه هم درلوده چی هغه دلغمان ولایت د الینګار په ولسوالۍ کی دیو کتابتون جوړول دی۰ نوموړی کتابتون دمهاجرینو سره د مرستی صندق،نعیمی ښوونیز فونډ او فرهنګی ټولنی په ګډه مرسته په ۱۸۰ متر مربع ساحه کی د ۱۲۵۰۰۰ امریکائی ډالرو په لګښت په پاخه او عصری ډول په دوو پوړونو کی جوړ او ګټی اخیستنی ته وړاندی شوچی اوس د څه باندی ۵۰۰۰ ټوکه کتابونو لرونکی دی۰

دکتابتون په لومړی پوړ کی دنجونو اوهلکانو د پاره دمطالعی دوه جلاجلا خونی جوړی شویدی چی دورځی په منځنۍ توګه ۷۵ تنه پکی مختلف کتابونه مطالعه کوی او ۲۵ ټوکه کتابونه پوروی۰

دکتابتون په دوهم پوړ کی یو لوی سالون هم جوړ شویدی چی دمختلفو محفلونو او پروګرامونو دپاره کارول کیږی چی تر اوسه پوری ورڅخه سیمه ایزو اوسیدونکو اودولتی چارواکو۱۷۲ ځلی ګټه اخیستی ده ۰

دټولنی دتیرو فعالیتونو اودکتابتون د جوړولو بهیر په ویدیویی او تصویری ډول دغونډی د برخه والو له خوا په سمارت بورد ننداره شو۰

په غونډه کی په اداری او تشکیلاتی مسائلو هم خبری اتری وشوی چی په پایله کی ډګروال کریم خان اڅکزی دراتلونکی دوری دپاره دټولنی د مشر پتوګه غوره شو۰

دټولنی مشر تابه جرګه ګۍ اومرستیالان هم درایو په یوالی سره وټاکل شول۰

دغونډی په ترڅ کی دټولنی دراتلونکو فعالیتونو دلا ښه کیدو په خاطر هم په زړه پوری وړاندیزونه وشول چی یو شمیر یی دغونډی له خوا تائید او تصویب شول چی اجراء کول به یی بی له شکه ښی او مثبتی پایلی ولری ۰

په غونډه کی دنورو موضوعاتو تر څنګ دښځو او ځوانانو په رول هم ټینګار وشو اومشرتابه جرګه ګۍ ته لازمی سپارښتنی هم وشوی۰

غونډه دماښامنۍ په خوړلو سره د هیواد دابادۍ او سمسورتیآ په هیله پای ته ورسیده۰

 


2013-02-12 22:27:37
Invitation til Afghansk kulturforenings (Tolana’s) generalforsamling


Da der er gået 13 år siden stiftelsen af Tolana, inviteres alle medlemmer til at fejre denne dag sammen den 09.02.2013 kl. 14:00 Ved Mørkhøj skole

Ilberg Alle 25
2730 Herlev

Iht. Indkøb til fællesspisning bedes de melde tilbage, om hvor mange der kommer fra hver familie
Senest 05.02.2013. til e. mail: akf@Tolana.net eller SMS til 51944513.

Vi glæder os meget til at se jer og evt. kommer med jeres kommentarer til ting der kan gøres bedre eller kom med nye idéer til fremtidige planer og aktiviteter særlige for børn og unge.
Hvis I bliver forhindret, at deltage i møde så bedes de sende jeres gode ideer pr. mail til os.


Til jeres orientering lidt om Tolana’s aktiviteter.
1- Modersmål undervisning hver fredag.
2- Sportsaktiviteter hver onsdag.
3- Quran undervisning hver onsdag.
4- Attan undervisning hver søndag.
5- Fælles aktiviteter med andre foreninger og organisationer.
6- Deltagelse i alle kommunale mærkedage i Gladsaxe kommune.
7- Udgivelse af forskellige bøger på Afghansk.
8- Fejring af alle Afghanske mærkedage som Eid, nytår mm.
9- Til sidst men ikke mindst etablering af Bibliotek / Kulturcenter i Afghanistan (Laghman) hvor mange elever og andre lokale beboer bruger biblioteket meget og er utroligt glade for det.

På dagen vil vi også vise forskelige klip og fotos fra vores aktiviteter i de sidste 13 år som power point præsentation vedr. bibliotek i Laghman.

Godt nytår.
Tolana vil også fejre Afghansk nytår lørdag den 16.03.2013 på samme adresse, hvor der er inviteret Matin Osmani til at synge for os. Læs mere på www.Tolana.net
Særlig rabat for Tolanas medlemmer der har betalt kontingent for 2012 er:
1- Gratis entre for alle medlemmer der er under 18 år.
Voksne kr. 100 hvis man køber billetten på forhånd, veddøren koster billetten kr. 150 for alle.


På forhånd tak
Med venlig hilsen

Bestyrelse for Afghansk Kulturforening
Dato: 23.01.2013

Læs det på Pashto
 


2013-02-12 22:26:42
عمومی غونډه خبرتیا‏
د افغانستان د فرهنګ د ټولنه چی د تیرو دولسو کلونو په اوږدوکی یی دوطن څخه لیری د پردیسی په دوران کی د سوچه افغانی فرهنګ د ژوندی ساتلو او پراختیا، ماشومانو او تنکی ځوانانو ته په پښتو او دری ژبو د لوست لیک زده کړی،د اسلامی او انسانی عقایدو د تدریس اود علمی او هنری کتابونو په چاپولو او خپرولوسره ، افغانانو ته د خدمت او چوپړ مصدر ګرخیدلی ده .

په دی وسیله دټولنی ټولو غړیو ته خبر ورکول کیږی چی سږکال په ډنمارک کی د افغانسان د فرهنګی ټولنی عمومی غونډه د یوی میلمستیا په ترځ کی ترسره کیږی . لکه چی پوهیږی عمومی غونډه د ټولنی د صلاحیت ترټولو لوړ مقام دی چی د ټولنی د مشرتابه هیآت د ټاکنی ، د مرام او اساسنامی د بدلون صلاحیت لری ، ځکه نو هیله کیږی چی غونډی ته د جوړونکو پيشنهادونو په راوړلو سره ، پر ټاکلی وخت حاضر سی او په دی وسیله خپل فرهنګی او افغانی رسالت تر سره کړی .

وخت:
دروان کال فبروری دمیاشتی نهمه د شنبی ورځ دماپښین دوی بجی

ا درس یا پته:

Herlev llbejerg Alle 25
MøkeHøjeskole 2730

اجنډا :
د ټولنی د تاسیس د لومړی غونډی جریان د ویدیو په وسیله لیدل .
د تیرو دوو کلنو په اوږدوکی د ټولنی د کارونو او فعالیتونو لنډه یادونه
داساسنامی او مرام د تاید یا دبدلون په هکله بحث .
د رهبری د هیآت د غړیړ د شمیرتعین اود اشخاصو د ټاکل .
پیشنهادونه او انتقادونه . د غرمی ډوډی . او پــــــــــــــــــای

نـــــوټ :
د ډوډی په تهیه کولو کی د زیاتوالی یا لږوالی څخه د مخنیوی په غرض هیله کیږی چی د ټولنی غړی دخپل راتګ خبر دپیغام په شکل دغی نمری ته ولیږی:
26214229
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د مشرتابه هیآت

Læs det på Dansk
 


2013-01-21 13:03:24
Invitation til lancering af Dansk Flygtningehjælps Diaspora Program
 

Dansk Flygtningehjælp inviterer de afghanske og somaliske diasporasamfund i Danmark til lanceringen af Dansk Flygtningehjælps Diasporaprogram, der sigter på at styrke diasporaorganisationers rolle i nødhjælp, genopbygning og udvikling i deres oprindelseslande.


Tid og sted
Lørdag d. 12. januar 2013 kl. 11.00-16.00 i Eigtveds Pakhus, Asiatisk Plads 2 G, 1448 København.

Mødet vil blive åbnet af Udviklingsminister Christian Friis Bach og Dansk Flygtningehjælps
Generalsekretær Andreas Kamm og foregår på dansk.


Beskrivelse:
Diasporasamfund i Danmark og andre vestlige lande udviser en stor interesse og potentiale for at bidrage til udviklingsaktiviteter i deres oprindelseslande og har en vigtig rolle at spille som udviklingsaktører. Derfor lancerer Dansk Flygtningehjælp nu Diasporaprogrammet, som er en videreudvikling af pilotprojektet ”Diaspora Puljen”. Programmet arbejder videre med at styrke den somaliske og afghanske diasporas rolle i nødhjælp, genopbygning og udvikling af deres oprindelseslande.

Ved lanceringen af Diasporaprogrammet præsenteres ansøgningskriterier for Programmets pulje, der kan søges af diasporaorganisationer fra Somalia og Afghanistan med henblik på at implementere projekter i deres oprindelseslande. Endvidere afholdes valg til to Advisory Boards, som består af hhv. 5 afghanere og 5 somaliere, der rådgiver Dansk Flygtningehjælp vedrørende programmets aktiviteter i de to lande. Personer, der ønsker at stille op til valget af Advisory Board, skal udfylde et fast opstillingsformat og sende det per mail til diaspora@drc.dk senest d. 7. januar 2013. Opstillingsformatet samt mere information om Advisory Boards fremsendes ved henvendelse til diaspora@drc.dk.

Efter lanceringen vil relevante dokumenter til puljen (ansøgningsformular mv.) kunne downloades fra: http://www.drc.dk/relief-work/diaspora/


Tilmelding
Deltagelsen ved stormødet er begrænset, og tilmelding er derfor nødvendig, og vil ske efter først- til-mølle princippet. Tilmelding til mødet skal ske senest d. 7. januar 2013 på e-mail til diaspora@drc.dk eller per brev til Dansk Flygtningehjælps adresse, att. Diaspora Program. Ved tilmelding skal angives navn, adresse, e-mail og telefonnummer, samt evt. hvilken organisation man er medlem af.

Bemærk, at kun tilmeldte personer vil kunne stemme til valget af Advisory Boards.

Foreninger, hvis medlemmer er bosat i Jylland eller Fyn kan ansøge om et transporttilskud til
deltagelse i mødet. Transporttilskud kan gives til højst to medlemmer pr. forening og er fastsat til
400 kr. for deltagere fra Jylland og 300 kr. for deltagere fra Fyn. Ansøgning om transporttilskud skal fremsendes senest d. 7. januar 2013 på e-mail til diaspora@drc.dk og skal indeholde navn på foreningen samt på den eller de to personer, som vil deltage ved mødet. Bevilget transporttilskud udbetales på mødet ved fremvisning af id.


Yderligere information
For yderligere spørgsmål kontakt Dansk Flygtningehjælps Diasporaprogram på diaspora@drc.dk eller 33 73 50 06.



 


2013-01-21 13:03:42
ګرانو دوستانو نیکمرغه لوی اختر مو مبارک شه
په دنمارک کی ستاسود فرهنګی ټولنی مشر تابه دنړی د ټولو مسلمانانو سره یو ځای و ټولو افغانانو ته دزړه له کومی د نیکمرغه او بختور لوی اختر مبارکی وایی.
دمشر تابه جرګه په دی وسیله ټولو درنو کورنیوو او د هغوی دوستانو ته خبر ورکوی چی د لوی اختر محفل د ۲۰۱۲روان کال دنومبر د میاشتی په دریم تاریخ دشنبی په ورځ دمازدیګر په پنځه بجی په ماړک های مکتب کی جوړیږی . ګران دوستان دی دماښام خواړه په کورو کی نوشیجان کړی او اخترنی شیرینیانی دی دځان سره محفل ته راوړی .


د نورو معلوماتو لپاره دلاندی ټلفون سره تماس ونیسی.
۵۱۹۴۴۵۱۳
ادرس:

Ilbjerg Alle 25 2730 Herlev
 


2013-01-21 13:03:59
د اختر د حوشحالی محفل
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنه په پام کی لری چی د کوچنی نیکمرغه اختر په ویاړ د پخوا په شان د افغانی سوچه کلتور دژوندی ساتلو او افغانانو د کورنیو تر منځ د دوستی د اړیکو د ټنګښت په مقصد ، سږکال د اختر د خوشحالی محفل د ټولنی د ټولو غړیو په ګډون پر یوه ګډ دسترخوان په راټولیدلو سره په داسی حال کی ولمانځی چی زموږ تکړه ځوان او استعدادلرونکی هنرمند ښاعلی احمد جـــــاوید به تاسو ته خوږی سندری ووایی .

په دی وسیله د فرهنګی ټولنی د ټولو غړیو کورنیو څخه هیله کیږی چی پر ټاکلی وخت د ځپلو

کورنیو د غړیو په اندازه خواړه ګډ میز ته را ورسوی او د خوښی په دی غونډه کی ګډون وکړی .

وخت : د روان کال د یاګست د میاشتی ۲۵ نیټه د شنبه ورځ د مازدیګر پنځه بجی .

ا درس یا پته : MøkeHøjeskole
llbejerg Alle 25
2730 Herlev

ښاغلی احمد جاوید ځوان اود ښکلی ږغ څښتن اماتور سندرغاړی :

 


2013-01-21 13:04:12
د کوچنیانو میله
په دی وسیله په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی ټولو غړیو ته خبر ورکول کیږی چی د تیرو کلونو په څیر اوس بیا هغه وخت رار سیدلی دی هغه کورنی چی د ټولنی دغړیتوب حق یی د روان کال د جولای تر میاشتی پوری تحویل کړی وی ، د ماشومانو د خوښی او خوشحالی په مقصد په یوه ګډه میله کی سره راټول سی .

هغه کوچنیان چی عمر یی تر ۱۸ کلونو لږ وی د ټکیټ په برخه کی، د ټولنی له خوا مالی مرسته ورسره کیږی .

هره کورنی د خپلو غړیو په تناسب پاخه خواړه د ځان سره راوړی چی په میله کی پر ګډ دستر خان باندی د دوستی او خوښی په فضا کی سره خوړل کیږی .

Dyrhavevej 62 : ادرس

2930 Klampenborg

وخت : د جولای د میاشتی څورلسمه نیټه د شنبی ورځ ، یوولس بجی ( د باکن مخته سره راټولیږو) .


په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګی ټولنی د مشرتابه جرګه ګی


 


2013-01-21 13:04:28
نوی کال مو مبارک شه 1391
دافغانستان دفر هنګ تولنه دنوي کال په مناسبت تاسوته یوځل بیا خپله توده غېږ پرانیزي . راشئ له موږ سره واوسئ، خپلې خوښۍ ، خپل مزه دار خواړه، رنګارنګ وچې او تازه میوې، ډیسرټونه . . . له موږ سره یو ځای کړئ .

خدای مو راوله .



 


2013-01-21 13:04:42
نوی کال جشن مومبارک شه 1391

جشن سال نوتبریک





 


2013-01-21 13:04:56
نیکمرغه لوی اختر ولمانځل شو
په ډنمارک کی دافغانستان د فرهنګ ټولنه ویاړ لری چی دتل په څیردخپلو فرهنګی فعالیتونو په لړ کی خپلی ملی٬فرهنګی٬تاریخی اوکلتوری ورځی لمانځی او دهیواد څخه بهر هیوادوال دخپل هیواد ٬دین٬ کلتور٬تاریخ دودونو او عنعناتو سره اشنا کوی۰

داځل ددی فعالیتونو لړۍ دنیکمرغه لوی اخترلمانځلو ته وغځیده۰لوی اختر دروان کال دنوامبر د میاشتی په دولسمه نیټه دشنبی په ورځ په خاصواو پرتمینو مراسمو سره د کوپنهاګن د سټین ګورد دښوونځی په تالار کی په داسی حال کی ولمانځل شو چی زمونږسلګونو هیوادوالو پکی په ډیره خوښۍ برخه اخیستی وه۰
که څه هم چی نوموړی مراسم دټولنی دغړو اودهغوۍ دکورنیو دپاره جوړشوی وو خوسره ددی هم دډنمارک دمختلفو ټولنو او بنسټونو استازو او غړو او نوروفرهنګی شخصیتونوګډون کړی وو۰په دی اختریزه محفل کی د مهاجرینو د کمپونو څه ناڅه ۸۰تنو ځوانانو هم په وړیا ډول بی له ټکټه برخه اخیستی وه چی د مستۍ فضأ یی لا مسته کړی وه۰دهغو کسانودپاره چی دټولنی غړیتوب یی نه درلود دټکټ بیه یوازی ۵۰ کرونه ټاکل شوی وه خو دنوموړو کسانو دکوچنیانود پاره چی عمر یی تر۱۳ کلونو پوری رسیده داامتیازورکړل شوی وو چی بی له ټکټه په وړیا توګه د کنسرت د اختریزی فضأ څخه خوند واخلی۰
غونډه د ډاکټر محمداصف شګیوال په وینا پرانستل شوه، نوموړی د ټولنی دمشرتابه جرګه ګۍ په استازیتوب دټولنی پیغام حاضرینو ته وړاندی کړ، په پیغام کی ټولو هیوادوالو ته د خوښۍ، نیکمرغۍ او سوله ایز ژوند هیله شوی وه۰

دغونډی د برخه والو دلا خوښۍ په خاطر د هالند د هیواد څخه ځوان او با استعداده هنر مندان هریو سهراب جان او خا لد جان رابلل شوی وو، نوموړو هنر مندانو په داسی حال کی چی د برخه والو له خوا په تودو چکچکوسره بدرګه کیدل مستی او ملی سندری حاضرینو ته وړاندی کړی۰
دغونډی په ترڅ کی د فرهنګ ټولنی دپښتو ښوونځی زده کوونکو په داسی حال کی چی افغانی ملی جامی یی اغوستی وی ملی اتڼ اجرا کړ۰ مشرانو او ځوانانو هم په خپلو اتڼونو سره محفل رنګین کړ،اودی سندریزی فضأ ټولو حاضرینو ته د خوښۍ او مستۍ هغه خاطری وریادی کړی چی په هیواد کی لا دجنګ تورو لړوخپلی غمجنی وزری نه وی خپری کړی او خلکو به خپل جشنونه په سوله ایزه فضأ کی لمانځل

دپښتو ښوونځی دزده کوونکو په ابتکار اخترنی کانتین اودلاتری لړۍ هم جوړه شوی وه ، په کانتین کی خوندور افغانی خواړه په ارزانه او مناسبه بیه د محفل ګډون والوته وړاندی شول،او د لاتری دټکټونو بیه یوازی۲۰ کرونه ټاکل شوی وه چی دپچی اچونی په پایله کی د(ایی پوډ ) په څیر قیمتی تحفی د خوش چانسوټکټونودرلودونکو په نصیب شوی۰
ددارنګه محفلونو جوړول که د یوی خوا دهغو کسانوپه زړونوکی تیری خوږی خاطری راژوندۍ کوی چی د ژوند زیاته برخه یی د هیواد په دننه کی تیره کړی او د یو شمیر دلایلو له امله دهیواد پریښودو ته اړ شویدی، نو دبلی خوا د هغو کوچنیانواو نوی ځوانانو په روح او روان باندی مثبته اغیزه کوی چی دلته زیږیدلی او یا په کوچنیوالی کی له هیواده راوتلی دی،هیواد او هیوادنی کلتور یی لا په سترګو ندی لیدلی نو دهغوۍ په زړونو کی دخپل هیواد ،خلکواو کلتور یو روښانه تصویررا منځ ته کوی، او هغوۍ دخپل ګران هیواد د بډای کلتور سره اشنایی او معرفت هم حاصلوی۰

دااختریز محفل چی د مازیګر په څلورو بجو پیل شوی وودشپی د یوولس بجو په شااوخوا کی په داسی حال کی پای ته ورسید چی ټولو ګډون والود خوښۍ نه ډکی تل پاتی خاطری په خپلو زړونو کی له ځانه سره یووړلی۰

 


2013-01-21 13:05:22
لوی اختر مو نیکمرغه       عید قربان مبارک
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنه په پام کی لری چی د تیرو کلونو په شان د خپل رسالت او دندی د ترسره کولو او د افغانانو د خوښی ا و خوشحالی په مقصد ، دلوی نیکمرغه اختر ورځ د یوه په زړه پوری کانسرت په ترسره کولو سره ولما نځی .

په دغه محفل کی به د نورو مراسمو تر څنګ د هالیند څخه را دعوت سوی تکړه هنر مندان ښاغلی سهراب او ښاعلی خالد تا سو ته خوږی سندری واوروی .

وخـــــــــــت : د روان کال د نومبردولسمه نیټه د شنبی ورخ د مازدیګر څلور بجی .


: ځـــــــــا ی Adressen
Triumfvej 1 2800 kgs. Lyngby

د تکیت بیه : سل (۱۰۰) کرونه ده ، تر دیرلسو کلونو کښته کوچنیان په وړیا توګه ګډون کولای سی. د ټولنی د غړیو تکیټ د ټولنی د مالی صندق څخه ورکول کیږی . د کانتین اوبه او خواړه هم په مناسب قیمت ستاسو پًه خدمت کی دی .

Afghansk Kultur Forening i Danmark, invitere alle afghaner til stor Eid fest. Det er lørdag d. 12. november 2011. Sohrab og Khaled fra Holland kommer og synger til vores Eid fest. Festen foregår på Stengård Skole I fest Salen.

Billetter: 100kr. pr. person

Adgang for alle medlemmer i Afghansk Kultur Forening er Gratis.

Unge under 13 år som ikke er medlemmer i Afghansk kultur forening kan også komme gratis ind.

Adressen : Triumfvej 1, 2800 Kgs. Lyngby
(Stengård Skolen er ved siden af Stengård Station, eller bus 161)

Med Venlig Hilsen


 


2013-01-21 13:05:44
نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه
ګرانو دوستانو ! په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنه د نیکمرغه کوچنی اخترپه مناسبت تاسو اود نړی ټولو مسامانانو ته دزړه له کومی مبارکی وایی اود لوی خدای(ج) له درباره درته د سوکاله ژوند ارزو کوی. لکه د تل په شان دا ځل هم ستاسو ټولنه غواړی چی دکوچنی اختر محفل د کورنیو او ماشو مانو سره یو ځای دشنبی په ورځ چی د ۲۰۱۱ کال دسپتمبر دد یم تاریخ سره برابره ده دورځی په پنځه بجی دماړکهای په مکتب کی جوړکی.

ادرس:

Ilbjerg alle 25
2730 Herlev

هیله ده ټول دوستان پخپلو راتو او دمزه داره خوړو او خوږو په راوړلو سره نورهم ددوستانو اختر نی خوشحالی زیاتی کړی

په مینه

د مشرتابه جرګه

 


2013-01-21 13:05:58
Sommer Tur Til BonBonLand

په ډنمارک کی دافغانستان دفرهنګ ټولنه دخپلواصولوسره سم،دفرهنګی فعالیتونو په لړ کی دخپلو غړودسالمو بوختیاوو دپاره هرکال دوبنۍ میله جوړوی.
دټولنی دمشرتابه جرګه ګۍ دپریکړی له مخی سږکال دنوموړی میلی دپاره

Bonbon Land

ټاکل شویدی.دټولنی ټولوغړوته په نوموړی میله کی دګډون بلنه ورکول کیږی چی په ۲/۷/۲۰۱۱ نیټه دسهارپه نهه بجوپه لاندی پته تشریف راوړی:

Bonbon Land
Gartnervej 2
2684 Holme-Olstrup

د ۱۸ کلنۍ څخه دکم عمر ټولوهغو کوچنیانو د ټکټ نیمائی بیه دټولنی دبودجی څخه ورکول کیږی چی دمور او یا پلار سره په دی میله کی ګډون وکړی.

همدارنګه تاسی ته په درنښت یادونه کیږی چی د کال/کلونو دغړیتوب ونډه مو تر ۳۰/۶/۲۰۱۱ نیټی پوری دټولنی مالی مسؤل ته وسپارۍ.

په درناوی:

ډاکټر محمد انور نائبی دټولنی اداری مسؤل

 


2013-01-21 13:06:09
Hazrat Shah Concert
نوی کال جشن مومبارک شه
جشن سال نوتبریک
Godt nytår til alle afghaner
Entre 50 kr Børn under 10 år gratis
Hazrat Shah i Danmark Lørdag den 26 marts 2011 Kl.17:00
Adresse: Høje Gladsaxa Torv 4 Søborg 2860