Velkommen Til Den Afghanske Kulturforenings hjemmeside i Danmark
Last updated: 06, February 2012 10:49 admin
Tolana.net :: اعلانونه اوخبرتیاوي
2012-02-06 10:49:40
نوی کال جشن مومبارک شه 1391
جشن سال نوتبریک
2011-11-18 14:44:55
نیکمرغه لوی اختر ولمانځل شو
په ډنمارک کی دافغانستان د فرهنګ ټولنه ویاړ لری چی دتل په څیردخپلو فرهنګی فعالیتونو په لړ کی خپلی ملی٬فرهنګی٬تاریخی اوکلتوری ورځی لمانځی او دهیواد څخه بهر هیوادوال دخپل هیواد ٬دین٬ کلتور٬تاریخ دودونو او عنعناتو سره اشنا کوی۰
داځل ددی فعالیتونو لړۍ دنیکمرغه لوی اخترلمانځلو ته وغځیده۰لوی اختر دروان کال دنوامبر د میاشتی په دولسمه نیټه دشنبی په ورځ په خاصواو پرتمینو مراسمو سره د کوپنهاګن د سټین ګورد دښوونځی په تالار کی په داسی حال کی ولمانځل شو چی زمونږسلګونو هیوادوالو پکی په ډیره خوښۍ برخه اخیستی وه۰
که څه هم چی نوموړی مراسم دټولنی دغړو اودهغوۍ دکورنیو دپاره جوړشوی وو خوسره ددی هم دډنمارک دمختلفو ټولنو او بنسټونو استازو او غړو او نوروفرهنګی شخصیتونوګډون کړی وو۰په دی اختریزه محفل کی د مهاجرینو د کمپونو څه ناڅه ۸۰تنو ځوانانو هم په وړیا ډول بی له ټکټه برخه اخیستی وه چی د مستۍ فضأ یی لا مسته کړی وه۰دهغو کسانودپاره چی دټولنی غړیتوب یی نه درلود دټکټ بیه یوازی ۵۰ کرونه ټاکل شوی وه خو دنوموړو کسانو دکوچنیانود پاره چی عمر یی تر۱۳ کلونو پوری رسیده داامتیازورکړل شوی وو چی بی له ټکټه په وړیا توګه د کنسرت د اختریزی فضأ څخه خوند واخلی۰
غونډه د ډاکټر محمداصف شګیوال په وینا پرانستل شوه، نوموړی د ټولنی دمشرتابه جرګه ګۍ په استازیتوب دټولنی پیغام حاضرینو ته وړاندی کړ، په پیغام کی ټولو هیوادوالو ته د خوښۍ، نیکمرغۍ او سوله ایز ژوند هیله شوی وه۰
دغونډی د برخه والو دلا خوښۍ په خاطر د هالند د هیواد څخه ځوان او با استعداده هنر مندان هریو سهراب جان او خا لد جان رابلل شوی وو، نوموړو هنر مندانو په داسی حال کی چی د برخه والو له خوا په تودو چکچکوسره بدرګه کیدل مستی او ملی سندری حاضرینو ته وړاندی کړی۰
دغونډی په ترڅ کی د فرهنګ ټولنی دپښتو ښوونځی زده کوونکو په داسی حال کی چی افغانی ملی جامی یی اغوستی وی ملی اتڼ اجرا کړ۰ مشرانو او ځوانانو هم په خپلو اتڼونو سره محفل رنګین کړ،اودی سندریزی فضأ ټولو حاضرینو ته د خوښۍ او مستۍ هغه خاطری وریادی کړی چی په هیواد کی لا دجنګ تورو لړوخپلی غمجنی وزری نه وی خپری کړی او خلکو به خپل جشنونه په سوله ایزه فضأ کی لمانځل
دپښتو ښوونځی دزده کوونکو په ابتکار اخترنی کانتین اودلاتری لړۍ هم جوړه شوی وه ، په کانتین کی خوندور افغانی خواړه په ارزانه او مناسبه بیه د محفل ګډون والوته وړاندی شول،او د لاتری دټکټونو بیه یوازی۲۰ کرونه ټاکل شوی وه چی دپچی اچونی په پایله کی د(ایی پوډ ) په څیر قیمتی تحفی د خوش چانسوټکټونودرلودونکو په نصیب شوی۰
ددارنګه محفلونو جوړول که د یوی خوا دهغو کسانوپه زړونوکی تیری خوږی خاطری راژوندۍ کوی چی د ژوند زیاته برخه یی د هیواد په دننه کی تیره کړی او د یو شمیر دلایلو له امله دهیواد پریښودو ته اړ شویدی، نو دبلی خوا د هغو کوچنیانواو نوی ځوانانو په روح او روان باندی مثبته اغیزه کوی چی دلته زیږیدلی او یا په کوچنیوالی کی له هیواده راوتلی دی،هیواد او هیوادنی کلتور یی لا په سترګو ندی لیدلی نو دهغوۍ په زړونو کی دخپل هیواد ،خلکواو کلتور یو روښانه تصویررا منځ ته کوی، او هغوۍ دخپل ګران هیواد د بډای کلتور سره اشنایی او معرفت هم حاصلوی۰
دااختریز محفل چی د مازیګر په څلورو بجو پیل شوی وودشپی د یوولس بجو په شااوخوا کی په داسی حال کی پای ته ورسید چی ټولو ګډون والود خوښۍ نه ډکی تل پاتی خاطری په خپلو زړونو کی له ځانه سره یووړلی۰
2011-11-03 09:13:03
لوی اختر مو نیکمرغه عید قربان مبارک
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنه په پام کی لری چی د تیرو کلونو په شان د خپل رسالت او دندی د ترسره کولو او د افغانانو د خوښی ا و خوشحالی په مقصد ، دلوی نیکمرغه اختر ورځ د یوه په زړه پوری کانسرت په ترسره کولو سره ولما نځی .
په دغه محفل کی به د نورو مراسمو تر څنګ د هالیند څخه را دعوت سوی تکړه هنر مندان ښاغلی سهراب او ښاعلی خالد تا سو ته خوږی سندری واوروی .
د تکیت بیه : سل (۱۰۰) کرونه ده ، تر دیرلسو کلونو کښته کوچنیان په وړیا توګه ګډون کولای سی. د ټولنی د غړیو تکیټ د ټولنی د مالی صندق څخه ورکول کیږی . د کانتین اوبه او خواړه هم په مناسب قیمت ستاسو پًه خدمت کی دی .
Afghansk Kultur Forening i Danmark, invitere alle afghaner til stor Eid fest. Det er lørdag d. 12. november 2011. Sohrab og Khaled fra Holland kommer og synger til vores Eid fest. Festen foregår på Stengård Skole I fest Salen.
Billetter: 100kr. pr. person
Adgang for alle medlemmer i Afghansk Kultur Forening er Gratis.
Unge under 13 år som ikke er medlemmer i Afghansk kultur forening kan også komme gratis ind.
Adressen : Triumfvej 1, 2800 Kgs. Lyngby
(Stengård Skolen er ved siden af Stengård Station, eller bus 161)
Med Venlig Hilsen
2011-09-10 16:18:39
نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه
ګرانو دوستانو ! په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنه د نیکمرغه کوچنی اخترپه مناسبت تاسو اود نړی ټولو مسامانانو ته دزړه له کومی مبارکی وایی اود لوی خدای(ج) له درباره درته د سوکاله ژوند ارزو کوی. لکه د تل په شان دا ځل هم ستاسو ټولنه غواړی چی دکوچنی اختر محفل د کورنیو او ماشو مانو سره یو ځای دشنبی په ورځ چی د ۲۰۱۱ کال دسپتمبر دد یم تاریخ سره برابره ده دورځی په پنځه بجی دماړکهای په مکتب کی جوړکی.
ادرس:
Ilbjerg alle 25
2730 Herlev
هیله ده ټول دوستان پخپلو راتو او دمزه داره خوړو او خوږو په راوړلو سره نورهم ددوستانو اختر نی خوشحالی زیاتی کړی
په مینه
د مشرتابه جرګه
2011-10-05 12:11:28
Sommer Tur Til BonBonLand
په ډنمارک کی دافغانستان دفرهنګ ټولنه دخپلواصولوسره سم،دفرهنګی فعالیتونو په لړ کی دخپلو غړودسالمو بوختیاوو دپاره هرکال دوبنۍ میله جوړوی.
Hazrat Shah Concert
نوی کال جشن مومبارک شه
جشن سال نوتبریک
Godt nytår til alle afghaner
Entre 50 kr Børn under 10 år gratis
Hazrat Shah i Danmark Lørdag den 26 marts 2011 Kl.17:00
Adresse: Høje Gladsaxa Torv 4 Søborg 2860